IQNA

د هند او پاکستان ترمینځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله په آزاد کشمیر کې  قرآني مدرس  تړل شوي 

11:27 - May 03, 2025
د خبر لمبر: 3491051
ایکنا - د پاکستان تر کنټرول لاندې «آزاد کشمیر» سیمې کې له زرو ډېرې قرآني مدرسې له هندوستان سره د تاوتریخوالي د زیاتېدو وجه تړل شوې دي.

 ایکنا خبري اژانس د «swissinfo.ch» له قوله راپور  راکړی، د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر سیمې کې پرون د غوايي میاشتې په ۱۱مه نېټه، د تېرې اوونۍ د وژونکې حملې په ځواب کې د هند د احتمالي پوځي اقدام له وېرې له زرو څخه ډېرې قرآني مدرسې وتړل شوې.

د آزاد کشمیر د ځاي دیني چارو ادارې مشر  حفیظ نظیر احمد، په دې اړه وویل: مونږ په پاکستاني کشمیر کې ۱۱۰۰ قرآني مدرسې، چې زرګونه ماشومان پکې قرآن کریم زده کوي، د ۱۰ ورځو لپاره تړلي اعلان کړې.»

یوې سرچینې د پاکستاني آزاد کشمیر د ځاي چارواکو له قوله وویل چې دا پرېکړه د سرحدي تاوتریخوالي او له هند سره د احتمالي شخړې په وجه شوې ده.

هند، پاکستان د هغې وسله‌والې حملې مسؤل بولي چې د اپریل په ۲۲ د هند تر کنټرول لاندې جمو کشمیر کې  شوې او ۲۶ کسان پکې  وژل شوي دي. د هند لومړي وزیر نرندرا مودي خپل  پوځ ته بشپړه ازادي ورکړې چې د دې حملې په ځواب کې اقدام وکړي.

خو د هند د دې تور په غبرګون کې، د اسلام‌آباد حکومت او پوځ  په دغې حملې کې هر ډول لاس لرل رد کړي او اعلان ئې کړی چې دوی معتبر او باؤري  شواهد لري چې هند د دوی پر ضد د نږدې پوځي برید پلان لري، او ژمنه یې کړې چې هیواد به یې هر ډول تیري ته سخت  ځواب ورکړي.

 https://iqna.ir/fa/news/4279665

captcha